ایران د وزیراعظمۍ لپاره د عراق د پارلیمان د غوراوي ملاتړ کوي
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د هر هغه انتخاب ملاتړ وکړي چې د عراق پارلیمان یې د وزیراعظمۍ لپاره معرفي کړي.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د هر هغه انتخاب ملاتړ وکړي چې د عراق پارلیمان یې د وزیراعظمۍ لپاره معرفي کړي.
علي اکبر ولایتي پرون روسیا الیوم ته په مرکه کښې، د وزیراعظمۍ لپاره د یو انتخاب د ورتپلو په موخه له عراقي چارواکو سره د ایران د هر ډول خبرواترو په دروغ بللو سره وویل: دا د عراق د خلکو حق دی چې خپل حکومت په خپله غوره کړي.
ولایتي په دې خبرې سره چې مظاهرې د عراق د خلکو حق دی، وویل: د عراق راتلونکی حکومت باید د خلکو غوښتنې پوره کړي.
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار ټینګار وکړ: د عراق بدلونونه نن سبا د مظاهره چیانو د غوښتنو د پوره کیدو په لور روان دي او دا غوښتنې به د یو داسې حکومت په جوړیدو سره پوره شي چې د عراق د خلکو د ستونزو د هواري په لټه کښې وي.