دښمنان په زیات دباو سره د ایران خلک تسلمیدا ته نشی مجبورولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86913-دښمنان_په_زیات_دباو_سره_د_ایران_خلک_تسلمیدا_ته_نشی_مجبورولې
د ایران د پټروکیمیکل صنعت عاید له بایکاټونو سره سره ۱۷ میلیارډ ډالرو ته ورسید
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • دښمنان  په زیات دباو سره د ایران خلک تسلمیدا ته نشی مجبورولې

د ایران د پټروکیمیکل صنعت عاید له بایکاټونو سره سره ۱۷ میلیارډ ډالرو ته ورسید

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کی د هیواد د پیټروکیمیکل صنعت له فعالانو سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی په راتلونکیو دو کلونو کې به د ایران د پیټروکیمیکل محصولاتو تولید سل میلیون ټنو ته ورسی ، جوته کړه د پیټروکیمیکل صنعت عاید به تر ۲۰۲۱ کال پوری ۲۵ میلیارډ ډالرو او د د ریم ګام په پاې کې ۳۷ میلیارډ ډالرو ته ورسی .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی د نړۍ کابو ټول سیاسی مشران  اعتراف کوی چی امریکا له ایران سره په مقابله کی  ناکامه ده زیاته کړه د ایران د پیټروکیمیکل صنعت  بریالیتوب په عادی شرایطو کې نه وو بلکې د سختو اقتصادی دباونو او بایکاټ په شرایطو کی ترلاسه شوی دی . ښاغلی روحانی  د دې خبرې په کولو سره چی د ایران د ملت پرضد به د بایکاټ او دباو پړاو یوه ورځ ختم شی ، ټینګار وکړ بدغواړی او دښمنان متوجه شوی چی په زیات دباو سره د ایران خلک تسلمیدا ته نشی مجبورولې .