د جنرال سلیمانی او ورسره دشهیدانودجنازو دستورې په مشهدکې وشوی
(last modified Sun, 05 Jan 2020 09:44:58 GMT )
Jan 05, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • د جنرال سلیمانی او ورسره دشهیدانودجنازو دستورې په مشهدکې وشوی

ټاکل شوې ددغه شهیدانو پاکې جنازې نن مشهد سپیڅلی ښار ته منتقلې شوی او مازدیګر ئې دحضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم کې دستورې ترسره شی .

د ایران د اسلامی جمهوریت دسپاه پاسداران د قدس ځواک  دقوماندان د زړنود سردار جنرال قاسم سلیمانی او د عراق دالحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د مرستیال ابومهدی المهندس  او ورسره دملګرو شهیدانو جنازې نن ناوخته دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي  حرم کې ترسره شوې  اود مشهد اوشاوخوا سیمو اوسیدونکو او دپاک حرم د لسګونو زره زیارتوالو په شتون کې ورسره الوداع وشوه اود  امام  بزرګوار له ضریحه ئې د پاکو  جنازو طواف ورکړل شو.

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

راپور ښئ  په دغو دستورو کې په میلیونونو خلکو ګډون وکړ او یو ځل بیا ئې وښودله چې د خپلو پاکو شهیدانو احترام او عزت ورته له هرڅه زیات دی اود شهیدانو پاکه وینه د ایران د ملت د انګیزو او ولولې دزیاتیدا لامل کیږي .

ټاکل شوې ده نن شپه ددغو پاکو شهیدانو جنازې تهران ته راوړل شي اوسبا سهار اته بجې به ئې د  جنازې لمونځ داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ي په امامت کې ادا شي او بیا به  دغه پاک جسدونه دحضرت بی بی معصومه  سلام ا... علیها دزیارت لپاره قم ته منتقل او بیا به ئې  هم دجنرال سلیماني په خپل ځاي ولسوالۍ کرمان کې جنازه د سه شنبې په ورځې  خاورو ته وسپارل شی . 

دا هم ولولئ...   

د ایران د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک   دقوماندان جنرال قاسم سلیمانی او ورسره د  ملګرو شهیدانو د جنازې دستورې  ننن سهار د ایران د جنوب لویدیځ  خوزستان ولایت  په مرکز  اهواز کې په ډ یر پرتم سره د لکونو خلکو په شتون کې ترسره شوی دی .

  زمونږخبریال  راپورراکړ  د خوزستان ولایت د بیلابیلو ولسوالیو  په لګسونو زره خلک  له بیګا شپې راهسې  اهواز ته رسیدلی څو د جنرال سلیمانی ااو ابومهدی المهندس  او ورسره  د ملګرو شهیدانو  دجنازې په دستورو کې  ګډون وکړی .  راپور ښئ په دغو دستورو کې  ماشومان ، بوډاګان، ښځې او سړی  په ډیر پرتم او انګیزې سره  په دغو دستورو کې تر آخره موجود وو او  له امریکا او دهغې د جنایتکارو متحدانو په خلاف ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې  کړې ده .  

 

ټیګونه