د امریکې د ګواښونو له امله
انساني تیروتنه د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو سبب شوې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران د ولس خلاف د امریکې د تیري ګر رژیم له خوا د ګواښ او رعب د فضا رامینځته کولو په وجه انساني غلطي د یوکراین د مسافري الوتکې د نسکوریدو وجه وبلله.
ولسمشر حسن روحاني نن سهار په یوه خبرپاڼه کښې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو د پیښې په هکله د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیزولۍ خبرپاڼې ته په اشارې سره، له دغې پیښې د خواشینۍ او د قربانیانو له کورنیو، ولسونو او حکومتونو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران د ولس خلاف د امریکې د پوځ د احتمالي حملو په وړاندې د دفاع په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په بشپړ تیارسي کښې وو چې په دې منځومان کښې له بده مرغه انساني غلطي د یوې سترې غمیزې سبب شوه او لسګونه بیګناه انسانان قرباني شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې غمیزې د ټولو علتونو او عواملو د پيژندلو لپاره تکمیلي تحقیقات روان دي او د دې نه بخښل کیدونکې تیروتنې له ترسره کونکو سره به قانوني کاروايي وشي او پایلې به یې د ایران له ولس او د قربانیانو له کورنیو سره شریکې کړی شي.