له امریکا حقیقي انتقام د هغو ویستل دي
له امریکا حقیقي انتقام له سیمې د هغو وتل دي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګرجنرال قاسم سلیماني په شهیدولو کښې د امریکا جنایت ته په اشارې سره وویل د امریکا له جنایتونو حقیقي غچ اخیستل له لویدیځې اسیا د هغوې ایستل دي .
هغه نن په تهران کښې د ایران او د سوریې د لوړرتبه پلاویو په ګډې غونډې کښې له عراق څخه د امریکا د عسکرو په ایستلو کښې د دغه هیواد د پارلمان په مصوبې د خوښې په څرګندولو سره هیله وکړه دغه څپه د سیمې په نورو اسلامي هیوادونو کښې هم بڼه خپله کړي .
جهانګیري په دې خبرې سره چې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا بې ځایه لاسوهنې په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ سبب شوي دي وویل امریکا د داعش په شان د ترهګرو ډلو په جوړولو سره د سیمې په سویه په تیره بیا په عراق او سوریې کښې ستر جنایتونه کړي دي .
د اسلامي ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري په دې خبرې ټینګار سره چې تهران به د تیر وخت په شان د سوریې د ملت او د حکومت په څنګ کښې وي وویل ایران به د ثبات او د ارامښت د ټینګیدا لپاره د سوریې د حکومت د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي .
د سوریې لومړي وزیر عماد خمیس هم د سیمې په هیوادونو د جنګ د تپلو لپاره د امریکا دسیسو او پروګرامونو ته په اشارې سره وویل د امریکا د دسیسو بیلګه او ورایښت د ډګر جنرال قاسم سلیمانی ټرور دی .
خمیس په دې خبرې سره چې شهید سلیماني دمقاومت ډلو ، ازادي غواړو او د سیمې د ټولو خلکو لپاره د امنیت د پیاوړتیا او د مبارزې بیلګه وه د ځان په دفاع کولو او د دښمانانو له تیریو او یرغلونو سره په مقابله کولو کښې د ایران په حق ټینګار وکړ .