چین د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره مخالفت وکړ
چین یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې له بایکاټونو سره خپل مخالفت اعلان کړ
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګنګ شوانګ په دې خبرې سره چې چین د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د یواړخیزو بندیزونو مخالف دی، زیاته کړه: اختلافات باید په صلحه ایزه طریقه او د خبرواترو له لارې په سمه توګه حل شي.
هغه د چیني ارګانونو خلاف هم د امریکې بندیزونه غیرقانوني وبلل او له واشنګټنه یې وغوښتل چې د چین په شرکتونو باندې خپل غیرقانوني بندیزونه سمدستي ختم کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په تهران کښې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو په هکله هم د دغې پيښې له رامینځته کیدو د خواشینۍ په څرګندولو او په کښې د سر بایلونکو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره وویل: هیله ده چې دا موضوع د متقابل لورو له خوا هواره شي.