عبدالله عبدالله: هېڅوک باید د صلحې په وړاندې خنډ نه شي
عبدالله عبدالله: هېڅوک باید د صلحې په وړاندې خنډ نه شي
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د هېواد له ځينو سیاستوالو سره د صلحې بهیر د څرنګوالي او د دغه بهیر د پرمخ بیولو لپاره د طرحې جوړېدو په اړه لیدۀ کاتۀ او خبرې اترې وکړې.
دا غونډه پرون کابل کښې د اجراییه رییس د دویم مرستیال محمد محقق په کور کښې جوړه شوې وه او په هغه کښې مخکښيني ولسمشر حامد کرزي، د مخکښيني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د صلحې عالي شورا رییس کریم خلیلي او ځينو نور سیاستوالو ګډون درلود.
دا غونډه، وروسته له هغې چې ولسمشر غني د سوئيزلېنډ په ډيووس ښار کې ادعا وکړه چې، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او مخکښيني ولسمشر حامد کرزي د صلحې او د افغانستان راتلونکې لپاره پروګرامونه نه لري، د اجراییه رییس او مخکني ولسمشر په ګډون ځينو سیاستوالو د صلحې په اړه په کابل کې جوړه شوه.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي:«ښه ده چې ټول په کښې دخیل وي، دلته داسې نه ده چې یوه برخه له حکومته بهر هم وي او هېڅوک هم نه مانع کېږي دا هم ظلم دے چې د شخصي ګټو لپاره د ملي بهیر په وړاندې خنډ شي.»
مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم زیاته کړه:«بیا هم سره ناست یوو د افغانستان د قضیو د حل په اړه خبرې کوو.»
د مخکني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وويل چې، صلحې ته د رسېدو لپاره د هېواد سیاستوالو د یوې طرحې پر جوړولو کار پیل کړے دے.
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق هم څرګنده کړه:«له بده مرغه چې دغه حالت حکومت په واک کښې لري، همدې ته چې ووایوو د نظام استازیتوب دي وکړي او یا دا چې د نورو منل وي دا حالت یې له لاسه وتلې دے.»
په داسې حال کې چې حکومت د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو له طرحې سره مخالفت لري؛ خو د سولې عالي شورا رییس وايي نه ښايي چې دغه موقع هم له لاسه ووځي.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وويل:«کله چې د افغانانو ترمنځ مذاکره پیل شي، هغه وخت په دایمي او تلپاتې اوربند بحث کېږي مونږ باید له دې هرکلی وکړو او په هېڅ ډول یې رد نه کړو او د دې ردولو ته صلحې ته ،نه، ویل دي.»
له طالب ډلې سر د امريکې د تش په نامې ماتې خوړلې او بې نتيجې خبرې په داسې حال کښې دي چې د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول ګاونډي هېوادونو تل د دغه هېواد د ديني او ملي ګټو او ارزښتونو په بنياد په افغانستان کښې د صلحې د طرحې په اجرا تاکيد لري.