د عربستان رژیم د ترهګر ټرمپ په جرم کښې شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87589-د_عربستان_رژیم_د_ترهګر_ټرمپ_په_جرم_کښې_شریک_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي سعودي رژیم د امریکا د ترهګر ولسمشر په جرم کښې شریک وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • د عربستان رژیم د ترهګر ټرمپ په جرم کښې شریک دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي سعودي رژیم د امریکا د ترهګر ولسمشر په جرم کښې شریک وباله .

هغه د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره د سعودي عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان په ورستیو څرګندونو باندې نیوکې سره پرون وویل څرنګه چې عربستان ځان د داعش او د نورو ترهګرو ډلو د پلار په رول کښې ویني نو فکر کوي چې د امریکا د ترهګر ولسمشر ټرمپ لخوا د مقاومت د چورلیز د قومندانانو شهیدول د ترهګرو ډلو او د ترهګرو حکومتونو د امنیت سبب شوي دي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وویل د عراق په خاوره کښې او دبغداد له حکومت سره له غږملتیا پرته  د امریکا د ترهګر پوځ لخوا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور هغه هم په غیر پوځي هوايي ډګر کښې  د عراق د داخلي مقرراتو او البته د نړیوالو حقوقو د ښکاره قوانینو پرخلاف اقدام دی .

هغه ټینګار وکړ هغه څه چې د سیمې د امنیت سبب به شي د خارجي زور ویونکو او  ستونزه رامینځته کونکو عسکرو وتل دي چې په ځینو هیوادونو یې سلطه موندلي ده .

عباس موسوي وویل سعودي عربستان د ټرمپ له ترهګر حکومت او د ماشومانو له وژونکي رژیم اسرائیلو سره په ملګرتیا کښې د سیمې په کړکیچن کولو کښې اساسي رول لرلی دی چې ښکاره بیلګه یې په یمن باندې څو کلن تیري او د دغه هیواد د مظلومو خلکو پرضد د جنګي جنایتونو ترسره کول دي کوم چې دملګروملتونو په ځلونو تائید کړي دي .