ایران او پاکستان د دفاعی ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
سرحدی تبادلات او ایران او پاکستان ترمینځ داقتصادی ملګرتیا پراختیا هم هغه نورې موضوګانې وې چی په دغه کتنه کې وجاجول شوې .
په اسلام اباد کې د پاکستان سفیر سید محمد علی حسینی او د پاکستان د دفاعی صنایعو وزیرې میرمن زبیده جلال په کتنه کې دواړو لورود ګټو دوه اړخیزو اړیکو د جاجولو په ترڅ کې دواړه هیوادونو ترمینځ د اړیکو پیاوړتیا په تیره بیاد دفاعی ملګرتیا پراختیا د دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه وبلله .
سرحدی تبادلات او ایران او پاکستان ترمینځ داقتصادی ملګرتیا پراختیا هم هغه نورې موضوګانې وې چی په دغه کتنه کې وجاجول شوې .
له بلې خوا په اسلام اباد کې پاکستان او ایران د ارتباطاتو او ای ټی ګډه غونډه ترسره شوه .
په دغه غونډه کې د ایرانی پلاوی مشری د ایران د اطلاعاتو او ارتباطاتو وزیر سید ستار هاشمی او د پاکستانی پلاوی مشری هم د پاکستان د اطلاعاتو او مخابراتو قایم مقام وزیر شعیب احمد صدیقی پرغاړه درلوده . دواړو لورو د ای تی په زمینه کې د خپلو وسونو او تجروبوپه بیانولوسره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .