د قاسم سلیماني ماموریت د مقاومت پیاوړي کول وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87938-د_قاسم_سلیماني_ماموریت_د_مقاومت_پیاوړي_کول_وو
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف د مقاومت د جبهې په تدبیرونو سره په سیمه کښې د امریکا د ټولو پلانونو ماتي ته په اشارې سره وویل د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ماموریت له صهیونیسټانو سره د مبارزې لپاره د مقاومت د جبهې وسمن کول وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 12:17 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني ماموریت د مقاومت پیاوړي کول وو

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف د مقاومت د جبهې په تدبیرونو سره په سیمه کښې د امریکا د ټولو پلانونو ماتي ته په اشارې سره وویل د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ماموریت له صهیونیسټانو سره د مبارزې لپاره د مقاومت د جبهې وسمن کول وو .

هغه نن په ارومیه کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلویښتې (۴۰)د لمانځلو په مراسمو کښې وویل د امریکا لخوا د شهید قاسم سلیماني ټرور په لویدیځې اسیا سیمې کښې دامریکا د شتون د پاې ته د رسیدا پیلامه ده .

رمضان شریف په دې خبرې ټینګار سره چې د مقاومت د چورلیز د مشرانو ټرور او شهیدول د دښمانانو د دسیسو د ماتي د خوړلو خنډ نشي کیدلای وویل امریکا د سیمې په جغرافیې د سلطې او د صهیونیسټ رژيم لپاره د امنیت د رامینځته کولو هڅه کوي  خو دغه ټول پلانونه د شهید سلیماني او د مقاومت د جبهې د قومندانانو په تدبیرونو سره شنډ شول .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند رمضان شریف وویل د قاسم سلیماني له شهادت وروسته د سپاه پاسداران ځواک د سخت انتقام څپیړې د امریکا حیثیت له مینځه یوړه او له سیمې څخه د امریکا وتل یې حتمي او پریکنده کړل .