په کابل کې د ایران سفارت خپل کنسولي خدمات بند کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88190-په_کابل_کې_د_ایران_سفارت_خپل_کنسولي_خدمات_بند_کړل
په افغانستان کی د اسلامی ایران سفارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل د کرونا د خپریدا د مخنیوی په زمینه کې د روغتیایی ټکیو د رعایتولو لپاره تر راتلونکی خبرتیا پورې افغانستانی مراجعه کونکیو ته په کابل کې د ایران سفارت کنسولی خدمات درولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2020 08:37 Asia/Kabul
  • په کابل کې د ایران سفارت خپل کنسولي خدمات بند کړل

په افغانستان کی د اسلامی ایران سفارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل د کرونا د خپریدا د مخنیوی په زمینه کې د روغتیایی ټکیو د رعایتولو لپاره تر راتلونکی خبرتیا پورې افغانستانی مراجعه کونکیو ته په کابل کې د ایران سفارت کنسولی خدمات درولي دي .

زمونږ خبریال راپور راکوی په کابل کې د ایران د سفارت کنسولي برخې په افغانستان کی د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره مراجعه کونکیو ته خپل کنسولی خدمات بند کړل .

په افغانستان کی د اسلامی ایران سفارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وویل د کرونا د خپریدا د مخنیوی په زمینه کې د روغتیایی ټکیو د رعایتولو لپاره تر راتلونکی خبرتیا پورې افغانستانی مراجعه کونکیو ته په کابل کې د ایران سفارت کنسولی خدمات درولي دي .

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ میلادی کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښاره پیل شو او اوس دا ویروس د چین په دیرشو ولایتونو سربیره د ایران ، امریکا ، انګلستان ، استرالیا ، تایلینډ ، جنوبی کوریا ، کاناډا ، فرانسې ، عربستان او اماراتو په شمول په نورو لږ تر لږه ۲۵ هیوادونو کې خپور شوې دې .

د وروستیو شمیرنو په اساس  په دغه ویروس په نړۍ کې تراوسه نهه اویا زره کسان اخته شوی دي چی پکې کابو اتلس زره کسان ښه شوي دي او څه د پاسه دوه نیم زره هم وژل شوي دي .