په ایران کې د ستروپروژوافتتاح کول،دتیریګرزبرځواک لپاره درنده څپیړه ده
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې حکومت په هیواد کې د کرونا ناروغۍ دکنټرولولو لپاره درستې هلې ځلې کاروي ، روښانه کړې ، په ځينو اروپائي هیوادونو کې خلک د یوه ټیشو پيپر په سر سره دعوا کوي ، خو د بندیزونو له سختو شرائطو سره سره ، د ایران د ولس لپاره خوراکي مواد او اساسی شیان تامین شوي دي .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د حکومتي کابینې د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران ملت او حکومت په تر ټولو سختو بندیزونو کې ، تر ټولو سترې پروژې افتتاح کړي دي ، ووئيل ، دغه سترې پروژې په عراق کې د امریکائي ترهه ګر پوځ په مرکز د لګیدلو توغندیو په څير د تیریګر زبرځواک په مخ درنده څپیړه ده .
ډاکټر حسن روحاني د کرهڼې ، د اوبو او بریښنا د صنعت ، سړکونو، تیلو اوپيټروکیمیکل په زمینو کې په تیر یوه کال کې داسلامی ایران پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، د لومړي ځل لپاره د ایران د ګیسو تولید په و رځې کې زرمیلیون میټر مکعب ته رسیدلی ، چې دغه اقدام اسلام ایران ، د ګیسو د تولید په زمینې کې دپرمختللو هیوادونو په لیکه کې شامل کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې حکومت په هیواد کې د کرونا ناروغۍ دکنټرولولو لپاره درستې هلې ځلې کاروي ، روښانه کړې ، په ځينو اروپائي هیوادونو کې خلک د یوه ټیشو پيپر په سر سره دعوا کوي ، خو د بندیزونو له سختو شرائطو سره سره ، د ایران د ولس لپاره خوراکي مواد او اساسی شیان تامین شوي دي .
ډاکټر روحاني په هیواد کې د کرونا ویروس له خوریدا سره په مبارزې کې د ایران طبي ټولنې د هلوځلو په قدرونې سره ټينګار کړی ، په درست ایران کې ټوله حکومتي اوغیر حکومتي اورګانونه او ادارې د وسلوال پوځ په ملګرتیا سره خلکو ته د خدمت رسونې او ددغه منحوس ویروس دمخنیوي کولو په حال کې دي .