اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مقابله کښې د ايران ملاتړ کوي
(last modified Thu, 26 Mar 2020 00:38:29 GMT )
Mar 26, 2020 05:08 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مقابله کښې د ايران ملاتړ کوي

د ايران خارجه وزير وويل: اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مبارزه کښې د ايران ملاتړ کوي او په دې لړ کښې د ايران د اقداماتو لپاره د مالي خنډونو د لرې کولو په لړ کښې حمايت کوي.

د ايران د خارجه وزارت د اطلاع رسوني او وياندويو چارو عمومي ادارې د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف پرون د کروشيا له خارجه وزير ګورډن ګرليچ رېډمېن سره چې هېواد يې د اروپائي اتحاديې دوره اي مشري په غاړه لري په ټيلفوني خبرو کښې د اروپائي اتحاديې د خارجه وزيرانو د شورا د تېر ګل د ورځې د ويډيوئي کانفرنس له فېصلو ځان خبر کړ.

د کروشيا خارجه وزير په دغو خبرو اترو کښې د اروپائي اتحاديې د خارجه وزيرانو د شورا د غونډې د رپوټ په وړاندې کولو سره له کورونا سره په مبارزه کښې له ايران څخه د اروپائي اتحاديې ملاتړ او په دې لړ کښې د ايران د اقداماتو لپاره د مالي خنډونو د لرې کولو په اړه د دغې غونډې فېصلې بيان کړې.

 

ټیګونه