د کورونا په سيوري کښې په ايران د امريکې نويو بنديزونو دوام
(last modified Fri, 27 Mar 2020 09:53:14 GMT )
Mar 27, 2020 14:23 Asia/Kabul
  • د کورونا په سيوري کښې په ايران د امريکې نويو بنديزونو دوام

د ايران خارجه وزير د تهران په خلاف د واشنګټن له زيات نه زيات دباو د دوام په اړه د امريکې د خارجه وزير د وروستي موقف په ځواب کښې مائک پومپئو «د نفرت وزير» وبلۀ.

محمد جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې حتی د کورونا وائرسو همه ګيره بيماري د امريکې د خارجه وزير د دروغو خپرولو مخه نه شي نيوې وويل: پومپئو که هرڅومره کوشش وکړي خپل اقتصادي ترهه ګري، د بې ګناه خلقو قتل عام، له کورونا وائرسو سره په نړيوالې مبارزې کښې خنډ اچونه او شرمناکه جنګ غوښتنه نه شي پټولې.

امريکنيانو په ايران کښېد کورونا بيمارۍ له خپرېدو سره په يو وخت په ځلونو له کورنا وائرسو سره د مبارزې لپاره له ايران سره د مرستې ادعا وکړه خو دغه ادعا په داسې حال کښې کيږي چې مائک پومپئو د شورو په ورځ د ايران د ملت په خلاف له زيات نه زيات دباو په دوام تاکيد وکړ.

په همدې چوکاټ کښې د امريکې د خزانې وزارت پرون د زيارت په ورځ په ايران نوي بنديزونه ولګول او له ايران سره متعلق پينځلس کسان او پينځه ادارې يې د بائيکاټونو په خپل لېست کښې ورزياتې کړې.

د امريکې د دې ورځو چلند له تېرو څلوېښتو کلونو سره هيڅ فرق نه دے کړے او د ايران له ملت سره د امريکنيانو د دښمنۍ او کينې په هره دوره کښې يې په مختلفو شکلونو کښې دوام لرلے دے.

هم هغه ډول چې په ايران باندې د صدام د بعث رژيم د تپل شوي اته کلن جنګ په دوران کښې صدام رژيم ته د امريکې په ډالۍ کړې شويو فوځي سازوسامانو سره بې ګناه ايرانيان په خاورو او وينو کښې ولوغړول شول، نن هم د دغه هېواد بنديزونو د ايران د خلقو سلامتيا او ژوند له خطر سره مخامخ کړے دے.

د امريکې اقتصادي او طبي ترهه ګري د ملګرو ملتو د منشور او نورو نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي ده او د کورونا خپرېدونکې بيمارۍ په دوران کښې د يواړخيزه مسلط کړې شويو اقداماتو دوام طبي سامانونو ته د ايران د ملت د آسانۍ لاسرسائۍ مخه نيسي.

کويډ ۱۹ وائرس تقريباً په ټولو هېوادونو کښې خپارۀ شوي دي او په نورو الفاظو سره د ټولو هېوادونو ګډ بحران او مشکل دے او په داسې حالاتو کښې نړيوال پېوستون او د سائنس له ټولو ظرفيتونو او طبي سامانونوو څخه استفاده کورونا وائرسو ته د ماتې ورکولو يوازېنۍ لار ده.

خو د امريکې يو اړخيز بنديزونه او زورويونکي اقدامات د پراخې نړيوالې ملګرتيا او د کورونا بېمارۍ د آزمائنې د کېټونو او علاج لپاره د ضروري درملو په شمول طبي سامانونو او لوازماتو ته  له کورونا بيمارۍ او يو اړخيزو بنديزونو سره د ځينو ښکېلو هېوادونو د آزادې او په موقع لاسرسائۍ خنډ شوي دي.

په همدې چوکاټ کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران، روسيې، چين، کيوبا، وېنزوېلا، نېکارګوئې، عراق او شمال کوريا استازيو د دغې نړيوالې ادارې مشر آنتونيو ګوټرش ته په يو خط کښې د يو اړخيزو بنديزونو په ختمولو باندې تاکيد سره وليکل، ځينې هېوادونه له يو اړخيزو مسلط کړې شويو اقداماتو، او د نړيوالو قوانينو له خلاف ورزۍ سره مخامخدي او د دغو اقداماتو په سيوري کښې له کورونا وائرسو سره مقابله سخته ده.

هېوادونه پکار نه دی چې يوازې د ايران او د نړۍ د نورو خپلواکو ملتو په خلا د امريکې يو اړخيزو تحرکاتو او بنديزونو تماشه کونکي وي، ځکه چې کورونا وائرس او يو اړخيزو بنديزونه په ټولو هېوادونو د پراخو او درنو تاوانونو د تپلو په حال کښې دي. په داسې حالاتو کښې د ايران د خارجه وزير د وېنا له مخې د امريکې په يو اړخيزو بنديزونو د ټولو هېوادونو عمل نه کول يو اخلاقي ضرورت دے چې د دغې چارې پوره کېدل د کورونا له همه ګيرې او مرګونې بيمارۍ په وړاندې د نړۍ د ټولو خلقو د سلامتيا او ژوند د حق ضمانت ورکونکي دي.

------------

 

ټیګونه