ايران د کورونا ټېسټونو لپاره ګرځنډه او چټکه بائيولېجک لېبارټري جوړه کړه
Mar 28, 2020 12:25 Asia/Kabul
په تهران کښې د کورونا ټېسټونو لپاره د ګرځنډه چټکې بائيولېجک لېبارټرۍ مخکتنه اوشوه.
د ايران د بسيج روغتيائي ټولنې مشر ابراهيم متوليان نن د کورونا ټېسټونو د ترسره کولو لپاره د بائيولېجک لېبارټرۍ د مخکتنې په مراسمو کښې وويل، دغه لېبارټري چې له داسې نورو ماډلونو سره په پرتله کښې په ډېر چټکه توګه نتيجه ورکوي، د ايران د پاستور انسټيټيوټ لخوا تائيد شوې ده.
هغه د دې په بيانولو سره چې دغه لېبارټري هره ورځ د دوه سوه کسانو د آزمائنې ظرفيت لري زياته کړه، د دغې ګرځنډه بائيولېجک لېبارټرۍ پلانونه په دوو هفتو کښې شوې ده او ټول حفاظتي سېسټمونه لري.