ایران او پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89687-ایران_او_پاکستان_د_دوه_اړخیزه_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
حسن روحانی او عمران خان نن په ټیلی فونی خبرو کې همداراز د روغتیایی دستور العملونو په رعایتولو سره د تجارتی ارتباطاتو دپیاوړتیا اوسرحدی بازارونو او پولو د بیا فعالیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 11:26 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

حسن روحانی او عمران خان نن په ټیلی فونی خبرو کې همداراز د روغتیایی دستور العملونو په رعایتولو سره د تجارتی ارتباطاتو دپیاوړتیا اوسرحدی بازارونو او پولو د بیا فعالیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

د اسلامی ایران ولسمشر او پاکستان لومړی وزیر  د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او ژورتیاغوښتنه  او له کرونا سره د مقابلې د ټیکنالوجۍ ، پوهې او تجروبو د انتقال او اشتراک په ضرورت تینګار وکړ .

حسن روحانی او عمران خان  نن په ټیلی فونی خبرو کې همداراز د روغتیایی دستور العملونو په رعایتولو سره د تجارتی ارتباطاتو دپیاوړتیا اوسرحدی بازارونو  او پولو د بیا فعالیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران ولسمشر او پاکستان  لومړی وزیر په دوام کی د مسلمانانو پرضد هر ډول دباو اعمالول او توبیر  وغنده .

روحانی په دغو خبرو کې د ایران پرضد د ا مریکا له غیر قانونی بایکاټونو سره د مخالفت په اړه د پاکستان له دریځونو په قدرونې سره هیله څرګنده کړه د تهران او اسلام اباد  تجارتی او اقتصادی اړیکی له مخې زیاتې پراخې شی .

د پاکستان لومړی وزیر هم د روغتیایی دستورالعملونو په رعایتولو سره  د سرحدی بازارونو د فعالیت او د ایران او پاکستان په پولو کی د تجارتی فعالیتونو د بیا پیلیدا په هرکلی سره وویل د دواړو هیوادونو د تجارتی مبادلاتو له سره پیلول به د پاکستان له اقتصاد سره مرسته وکړی چی همدا اوس د کرونا ویروس په دلیل له مشکلاتو سره مخامخ دې .