په ایران کی د شب قدرد لومړنۍ شپې دستورې ترسره شوې
د روژې د مبارکې میاشتې نولسمه ، یو ویشتمه او درې ویشتمه د قدر شپې دي او مسلمانان په شپې روڼولو ، په سر قران کریم نیولو او د جوشن کبیر دعا په لوستلو سره له خپل رب سره راز و نیاز کوي .
په درست ایران کې د شب قدر د لومړنۍ شپې دستورې سږکال د کرونا ویروس په دلیل په روغتیایی پروټکلونواو اجتماعی واټن رعایتولو سره د خلکو په پرتمین شتون سره ترسره شوې .
د ولایت او امامت لیوالو بیګا په جوماتونو ، امام بارګاو اونورو سپیڅلی ځایونو کې د قران کریم په تلاوت ، دعای جوشن کبیر او د خدای تعالی د سترو نومونو په لوستلو سره تر سهاره دعاګانې او له خدای سره راوز و نیاز وکړ .
مداحانو هم دمولای متقیان حضرت امام علی ع په ارتباط نوحې او مرثیې وویلې .
د روژې د مبارکې میاشتې نولسمه ، یو ویشتمه او درې ویشتمه د قدر شپې دي او مسلمانان په شپې روڼولو ، په سر قران کریم نیولو او د جوشن کبیر دعا په لوستلو سره له خپل رب سره راز و نیاز کوي .
شب قدر هغه شپه ده چی په درست کال کی هیڅ شپه د هغه فضیلت ته نه رسی او په هغې کې عمل د زرو میاشتو له عمل بهتر دې او په هغې کې د انسان تقدیر لیکل کیږی .
د روژې د مبارکې میاشتې د نولسم په سهار د خوارجو ډلې این ملجم مرادی په داسې حال کی چی حضرت امام علی علیه سلام د سهار په لمانځه بوخت وو ، په خپلې زهرجنې تورې سره د هغه حضرت په مبارک سر ګوزار وکړ . حضرت امام علی علیه سلام له دغه ضربت خوړولو وروسته په کور کې بستری او دوه ورځې وروسته یعنی دوژې د مبارکې میاشتې په ۲۱ شهید شو .