روحانی د خلکواومسولانوکوټلتیاله کروناسره د ایران د بریالیتوب عامل وبلله
په ځینو هیوادونو کی شاهد یو چی مسولان لالهنده شوی دي او په دغو هیوادونو کی دوه قطبی فضا رامینځته شوی ده .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ د تخصصی کمیټیو په غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی له کرونا سره په مقابله کې د ایرانی اولس او خلکو انسجام او کوټلتیا د ستایلو وړ ده زیاته کړه ټول باید په رعایتولو ، وحدت او زیاتې کوټلتیا سره له دغو سختو شرایطو د تیریدا لپاره هڅه وکړی .
ښاغلی روحانی د ځینو پرمختللیو هیوادونو د مسولانو ترمینځ موجودو اختلافاتو ته په اشارې سره چی تل په مدیریت او پراختیامعیار کی د بیلګې په توګه پیژندل کیدل ، جوته کړه په ځینو هیوادونو کی شاهد یو چی مسولان لالهنده شوی دي او په دغو هیوادونو کی دوه قطبی فضا رامینځته شوی ده .
ښاغلی روحانی د قدر د نړیوالې ورځې د ژوندی ساتلو ضرورت او اهمیت ته په اشارې سره وویل په عین حال کی چی دغه ورځ د قدس د نیواکګر رژیم په غندلو او له مظلوم فلسطین ملاتړ اهمیت لری ، روغتیایی او ساتونکي دستورالعملونو رعایتول هم ضروری دي .