د قدس ازادول د اسلامي امت لومړیتوب دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې مشر ابراهیم رئیسي په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم او د امریکا ورانونکو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د قدس ازادول د اسلامي امت لومړیتوب دی .
هغه نن د ایران د قضايي قوې د لوړې شورا په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د داعش له نابودۍ وروسته چې صهیونیسټ رژیم رامینځته کړي وه اسرائیل له انفعال څخه د وتلو هڅه کوي ډاګینه کړه د پیړۍ د معاملې د پلان د تحقق او له نیواکي ځمکو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ډیرو سیمو د یوځاې کولو لپاره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم هڅه به نه یوازې محققه نشي بلکې له تیرو انتفاضو څخه به ستره انتفاضې رامینځته کړي .
د ایران د قضايي قوې مشر ابراهیم رئیسي په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم ځینو جنایتونو ته په اشارې سره وویل له دوه اویا (۷۲) کلونو وروسته نن سبا د صهیونیسټ رژیم کارنامه له زیاتو بشر ضد جنایتونو ، د ټولو تړونونو له خلاف ورزیو او د فلسطین د لبنان او دسیمې د ټولو ملتونو په شمول د بیلابیلو ملتونو حقوقو ته بې پامۍ څخه ډکه ده .
هغه ټینګار وکړ واشنګټن به د امریکايي مینځني ختیځ سودا د تاریخ ارشیو ته یوسي او له لویدیځې اسیا سیمې به ووځي .