نړۍ له مقاومواوپتیالیوملتونو په پیروۍ سره بدماشي نه مني
روسیې ، چین ، ځینو اروپایی هیوادونو او ایران ټینګار کړې دې د امریکایی چارواکو څرګندونې له پریکړه لیک ناسم اخیستون دې
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر د ایران دتسلیحاتی بایکاټ د دوام لپاره د امریکا بې ګټې هلو ځلو ته په اشارې سره ټینګار وکړکلونه کیږی چی دنیا له مقاومواوپتیالیوملتونو په پیروۍ سره بدماشي نه مني .
ښاغلی علی شمخانی نن په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل د ایران د تسلیحاتی بایکاټ د دوام لپاره د امریکا بې ګټې هلو ځلو د روسیې اوچین پریکنده غبرګون او د واشنګټن د متحدانودلالهندۍ سبب ګرځیدلی دی . شمخانی یادونه وکړه د دغې لارې پاې د یو اړخیز پالنې له دړې وړې کیدا پرته بل څه ندی .
د امریکا خارجه وزیر څه موده وړاندې د خپلو تیرو څرګندونو په اپوټه ادعا وکړه امریکا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ګډون کونکی ده او د ۱۱ مادې په اساس د ایران د تسلیحاتی بندیز د تمدید غوښتنه کولې شی .
روسیې ، چین ، ځینو اروپایی هیوادونو او ایران ټینګار کړې دې د امریکایی چارواکو څرګندونې له پریکړه لیک ناسم اخیستون دې او واشنګټن د ۲۰۱۸ میلادی کال د می په اتمه په ایټمی موافقه کې خپل شتون ختم کړې دې .