ملګری ملتونه دې د امریکا دسمندري ډاکې مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90224-ملګری_ملتونه_دې_د_امریکا_دسمندري_ډاکې_مخه_ونیسي
بعیدي نژاد روښانه کړې ده،ایران به د هرډول ګواښ په وړاندې وسپينز سوک سره ځواب ورکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به د امریکا په غاړه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 03:36 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دې د امریکا دسمندري ډاکې مخه ونیسي

بعیدي نژاد روښانه کړې ده،ایران به د هرډول ګواښ په وړاندې وسپينز سوک سره ځواب ورکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به د امریکا په غاړه وي.

زمونږخبریال راپور راکړ   په انګلستان کې د اسلامی ایران  سفیر حمید بعیدي نژاد  بیګا دسمندري    چارو نړیوالې ادارې (آئي ایم او ) په لیک لیږدولو سره  په دې باب  دخپرو شوو راپورونو  په نسبت  خپله ژوره  اندیښنه ښودلې چې  امریکا  نیّت لري ، په  نړیوالو سمندري  حدودو کې د ایرانیو تیلی کشتیو  په ضد  کوم اقدام وکړي  او  دنړیوال  تګ راتګ   امنیت له خطرې سره مخامخ کړي .

 بعیدي نژاد روښانه کړې ده،ایران  به د هرډول  ګواښ په وړاندې وسپينز سوک سره ځواب ورکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به د امریکا په غاړه وي.

د امریکا د بندیزونو په سر کې  ددوو  هیوادونو  په توګه د ایران اوونزویلا د اړیکو ژورتیا  دسپيڼې ماڼۍ  ویرې او اندیښنې زیاتې کړي  او  دونزویلا په لور د ایران دسونګو وړونکو کشتیو له حرکت  وروسته  واشنګټن  کارائيب سمندر ته خپل پوځي ځواک لیږدولی دی .

  د ایران د  سونګو وړونکي ټینکرو  لپاره د مزاحمت درامینځةکونې په موخې  سره د امریکا دغه اقدام داسلامی ایران  د مسئولانو له جدي غبرګون سره مخ شوی  په دې توګه چې  داسلامی ایران خارجه وزیر  دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته  د لیک په لیږلو سره د امریکا غیر قانوني ،خطرناک او لمسونکي ګواښونه  یو ډول سمندري غلا او ډاکه  او دنړیوال امنیت اوسولې لپاره  ستر خطر بللی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا باید  په نړیوال ډګر کې  له سرزوریو او بدماشیو لاس واخلي او  نړیوالو قوانینو په تیره بیا  په آزاد سمندوري حدودو کې دې  د کشتیو آزادۍ ته داحترام په سترګه وګوري ، که داسې نه وي ،نو  کلک او غاښ ماتونکی ځواب  به وویني .

 داپه داسې  حال کې دي  چې  د  ونزویلا  دفاع وزیر وئيلي دي ،   د  ونزویلا اقتصادي سمندري  حدودو ته به د  ایران د سونګو  وړونکو کیشتیو  ساتنه د  ونزویلا  دپوځي بیړیو  په غاړه وي .

 د ونزویلا  دفاع وزیر  ولادیمیر پادرینو وئيلی دي ،هیواد  ئې نیّت لري ،  ددغو تیلی کشتیو  په ساتنې سره  د ونزویلا ولس سره د  ایرانیانو د پیوستون او ملګرتیا  قدرونه وکړي .