ملګری ملتونه دې د امریکا دسمندري ډاکې مخه ونیسي
بعیدي نژاد روښانه کړې ده،ایران به د هرډول ګواښ په وړاندې وسپينز سوک سره ځواب ورکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به د امریکا په غاړه وي.
زمونږخبریال راپور راکړ په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدي نژاد بیګا دسمندري چارو نړیوالې ادارې (آئي ایم او ) په لیک لیږدولو سره په دې باب دخپرو شوو راپورونو په نسبت خپله ژوره اندیښنه ښودلې چې امریکا نیّت لري ، په نړیوالو سمندري حدودو کې د ایرانیو تیلی کشتیو په ضد کوم اقدام وکړي او دنړیوال تګ راتګ امنیت له خطرې سره مخامخ کړي .
بعیدي نژاد روښانه کړې ده،ایران به د هرډول ګواښ په وړاندې وسپينز سوک سره ځواب ورکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به د امریکا په غاړه وي.
د امریکا د بندیزونو په سر کې ددوو هیوادونو په توګه د ایران اوونزویلا د اړیکو ژورتیا دسپيڼې ماڼۍ ویرې او اندیښنې زیاتې کړي او دونزویلا په لور د ایران دسونګو وړونکو کشتیو له حرکت وروسته واشنګټن کارائيب سمندر ته خپل پوځي ځواک لیږدولی دی .
د ایران د سونګو وړونکي ټینکرو لپاره د مزاحمت درامینځةکونې په موخې سره د امریکا دغه اقدام داسلامی ایران د مسئولانو له جدي غبرګون سره مخ شوی په دې توګه چې داسلامی ایران خارجه وزیر دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته د لیک په لیږلو سره د امریکا غیر قانوني ،خطرناک او لمسونکي ګواښونه یو ډول سمندري غلا او ډاکه او دنړیوال امنیت اوسولې لپاره ستر خطر بللی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا باید په نړیوال ډګر کې له سرزوریو او بدماشیو لاس واخلي او نړیوالو قوانینو په تیره بیا په آزاد سمندوري حدودو کې دې د کشتیو آزادۍ ته داحترام په سترګه وګوري ، که داسې نه وي ،نو کلک او غاښ ماتونکی ځواب به وویني .
داپه داسې حال کې دي چې د ونزویلا دفاع وزیر وئيلي دي ، د ونزویلا اقتصادي سمندري حدودو ته به د ایران د سونګو وړونکو کیشتیو ساتنه د ونزویلا دپوځي بیړیو په غاړه وي .
د ونزویلا دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو وئيلی دي ،هیواد ئې نیّت لري ، ددغو تیلی کشتیو په ساتنې سره د ونزویلا ولس سره د ایرانیانو د پیوستون او ملګرتیا قدرونه وکړي .