قدس نړیواله ورځ د مسلمانانو د وحدت بیلګه ده
(last modified Thu, 21 May 2020 23:44:49 GMT )
May 22, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • قدس نړیواله  ورځ د مسلمانانو د وحدت بیلګه ده

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني بیګا د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه(۱) پیغام کښې قدس د فلسطین د پلازمینې د نه بدلیدا په اصل باندې ټینګار سره وویل د روژې د میاشتې په اخري جمعې ورځ د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ د مراسمو ترسره کیدل د اسلامي ایډیالونو په دفاع کښې د مسلمانانو د استقامت د وحدت او د یوزړه توب بیلګه ده .

حسن روحاني په دغه پیغام کښې د قدس په  نړیوالې ورځې چې یوه ستره او برخلیک ټاکونکي ورځ ټینګار سره وویل نهايي بریالیتوب د مجاهدانو او صابرانو دی .

هغه د فلسطین له ایډیل څخه د ایران د ستر ملت همیشنیو ملاتړونو ته اشاره وکړه او ویې ویل  د ایران زړور او پوه ملت د اسلامي انقلاب له ایدیالونو په الهام اخیستلو او د نړۍ له مظلومو ملتونو په تیره بیا د فلسطین له بې دفاع خلکو په ملاتړ کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله ټینګار ته په پام سره  تل د روښانه حرکتونو مخکښ او سرچینه ده .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دوام کښې ټینګار وکړ له ظالمانو سره مبارزه او د کړیدلیو خلکو دفاع به دوام ولري ځکه چې دغه ولوله او اراده د عاشورا  په  الهام بښونکي او ځلاند مکتب کښې جرړه لري .

 

ټیګونه