د ایران لومړنۍ تیلی کشتۍ ونزویلا ته رسیدلې
واشنګټن د مئ په څوارلسمه نیټه ګواښ کړی ؤ چې ونزویلا ته د ایران د سونګو دمنتقلونکو کشتیو په وړاندې دغبرګون لپاره دمناسبو اقداماتو د ترسره کولو په ارزونې بوخت دی . خو داسلامی ایران لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی ؤ چې که امریکایان کومه تیروتنه وکړي نو له ورته او پښمانه کونکي غبرګون سره به مخ شي .
فارس خبری آژانس راپورورکړی،له ایرانه ونزویلا ته لیږدولو شوي په سونګو بار لومړنۍ کشتۍ د ونزویلا ټاټوبي سمندري حدودو ته رسیدلې او د دغه هیواد دپوځ سمندري ځواک ئې هرکلی کړی دی .
راپورښئ د سمندري ټریفک د مرکز په سایټ کې دخپرو شوو اطلاعاتو په اساس ، دایران فورچون نومې تیلی کشتۍ نن سهار د ونزویلا ټاټوبي په سمندري حدودو کې د ځانګړي اقتصادي سیمې محدودې ته داخله شوې ده.
دخبري سرچینو په اساس د ونزویلا هوائي او سمندري ځواک دایران د فورچون نومې تیلی کشتۍ د سکورت کولو په حال کې دی .
د روسیې رشیا ټوډې خبری چینل راپور ورکړی ، د امریکا جوزف ایډم نومي جنګي کشتۍ د ایران دتیلی کشتۍ په تعقیبونې پسې وه چې د فورچون تیلی کشتۍ د ونزویلا ځانګړي اقتصادي سیمې ته له رسیدو وروسته ئې له تعقیبونې لاس اخستی دی .
ددغه خبری چینل د راپور په اساس، دایران څلور تیلی کشتۍ چې کلاوِل ،فارسټ، فکسن او پتونیا نوميږي ، هم د فورچون تیلی کشتۍ پسې د ونزویلا سواحلو ته په رسیدا دي .