ایران تل د افغانستان د حکومت او ولس ترڅنګ دی
د ایران ولسمشر د افغانستان په شمول له ټولو ګاونډیانو سره د ورورولیزو او دوستانو اړیکو او ملګرتیا پراختیا د تهران سیاست وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران په افغانستان کښې د صلحې، ثبات او امنیت د پراختیا لپاره تل د دغه ولس او حکومت ترڅنګ ولاړ دی.
ولسمشر حسن روحاني نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کښې په دغه هیواد کښې د سیاسي ډلو ترمینځ له رامینځته شوې موافقې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: ایران په افغانستان کښې د امنیت او ثبات پراختیا د سیمې د امنیت او ثبات پراختیا ګڼي.
هغه هم داشان له کرونا سره په مبارزه کښې د ایران اقداماتو او بریاو او افغانستاني کډوالو ته د وړیا روغتیايي او درملیزو خدماتو ورکړې ته په اشارې سره څرګنده کړه: له کرونا سره د مبارزې په لاره کښې افغان وروڼو ته روغتیايي او طبي خدمات به په همدې بهیر سره دوام ولري.
هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې له چابهار نه زاهدان ته د ریل پټلۍ د پروژې بشپړیدل او کار پیلول یې په سیمه کښې د ټرانسپورټ او د شیانو د لیږد رالیږد په پراختیا کښې یو مثبت بدلون راوستې شي، زیاته کړه: پکار دي چې د ایران او افغانستان ترمینځ د یوې مهمې اقتصادي پروژې په توګه د خواف-هرات د ریل لارې په شمول د خپل مینځي پروژو او موافقو په اجرا کښې د چټکتیا لپاره هڅه وشي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ایران کښې افغانستاني کډوالو ته د درملیزو خدماتو ورکول او نورې مرستې ډیرې ارزښتمندې وبللې او د ایران له حکومت او ولسه یې قدرونه وکړه.
هغه هم داشان د سیمې په امنیت او ثبات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رغنده رول ته په اشارې سره په افغانستان کښې د صلحې د خبرواترو له بهیر د تهران د ملاتړ غوښتونکی شو.
اشرف غني په مختلفو برخو کښې د ایران او افغانستان مخ په پراختیا اړیکو ته په اشارې سره هیله وښودله چې د دواړو هیوادونو د مسئولانو په کوشش سره خپل مینځې اړیکې او ملګرتیاوې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.