د مشرتابه ستر مقام د تیلو د بیړیو دچارواکو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90632-د_مشرتابه_ستر_مقام_د_تیلو_د_بیړیو_دچارواکو_قدرونه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له مینې په یوه(۱) ډک پیغام استولو سره وینزویلا هیواد ته د ایران د تیلو د وړونکو بیړیو د کارکونکو او د قومندانانو د جهادي حرکت قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 00:44 Asia/Kabul
  • د مشرتابه ستر مقام د تیلو د بیړیو دچارواکو قدرونه وکړه

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له مینې په یوه(۱) ډک پیغام استولو سره وینزویلا هیواد ته د ایران د تیلو د وړونکو بیړیو د کارکونکو او د قومندانانو د جهادي حرکت قدرونه وکړه .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وړونکو کشتیو قومندانانو او کارکونکو ته په وینا کښې وویل زه تاسو ټولو عزیزانو او د کشتیو کپتانانو او کارکونکو ته وایم چې ستر کار مو ترسره کړی ، د تاسو کار جهادي و او ایران مو سرلوړی کړی دی .

څه موده مخکې ایران د امریکا له غیر قانوني بایکاټونو سره سره له پیټرولو ډکې پینځه (۵) بیړۍ وینزویلا هیواد ته واستولې او کارپيژاندو دغه اقدام د ایران لپاره ستر بریالیتوب بللی دی .

وینیزویلا هیواد ته د ایران د پیټرولو له رسیدا وروسته د کاراکاس حکومت وتوانید په نوي سیسټم سره ټول هیواد ته د سونګ رسول پیل کړي .

د ایران د پیټرولو پینځه (۵) بیړۍ چې وینزویلا ته یې سونګ رسولي دي اوس یوبل پسې خپل هیواد ته د راستنیدا په حال کښې دي