ایران دې له ایټمي آژانس سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90645-ایران_دې_له_ایټمي_آژانس_سره_خپلې_ملګرتیا_ته_دوام_ورکړي
په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د اسلامي ایران دایمي استازي کاظم غریب آبادي په جمعې ورځې وئيلي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس نوی راپور هم ددغه آژانس د سختو څارونکو فعالیتونود دوام ښودنه کوي،او هم د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ دځنډولو په باب دخپلو فیصلو په اجرا کې د ایران قادامات انځوروي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 10:34 Asia/Kabul
  • ایران دې له ایټمي آژانس سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي

په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د اسلامي ایران دایمي استازي کاظم غریب آبادي په جمعې ورځې وئيلي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس نوی راپور هم ددغه آژانس د سختو څارونکو فعالیتونود دوام ښودنه کوي،او هم د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ دځنډولو په باب دخپلو فیصلو په اجرا کې د ایران قادامات انځوروي .

 فرانس پریس آژانس راپورورکړ  د فرانسې خارجه وزارت نن دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې د سپینې ماڼۍ د اروپائي متحدانو بدعهدیو او پخپلو ژمنو عمل نه کولوته له اشارې پرته پر تهران غږ کړی ، په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې دې خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي .

 د فرانسې  دخارجه وزارت اعلامیه د ایران د ایټمي پروګرام په باب د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د وروستي راپور په غبرګون کې صادره شوې ده .

 په دغې اعلامیې کې  ادعا شوې د ه،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داجرا په باب د آژانس  تر ټولو وروستی فصلي راپور تائيدوي ،چې ا یران د ایټمي موافقې خلاف ورزیو ته  دوام ورکوي .