ایران د امریکا له زور وینې سره د مقابلې بیلګه دی
(last modified Wed, 10 Jun 2020 23:40:09 GMT )
Jun 11, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا  له زور وینې سره د مقابلې بیلګه دی

زمونږ خبریال وايي په لبنان کښې د ایران کلتوري سلایار عباس خامه یار د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ او سیمه کښې د امریکا له زوروینې او تکبر سره د مقابلې او د پراختیا او د ودې حیرانونکی بیلګه وبلله .

هغه پرون له الصراط ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره هغه ظلم او توکمپالنه  چې همدا اوس په امریکا کښې شته کومه نوي خبره نه ده ډاګینه کړه ولسمشر ټرمپ د خپل هیواد د چارواکو حقیقي څیره ښکاره کړي ده .

خامه یار وویل امریکا ادعا  کوي چې خپل ارزښتونه او کلتور نورو هیوادونو ته صادروي خو دغه اصول به په هیڅ انسان رحم ونکړي .

په لبنان کښې د ایران کلتوري سالایار خامه یار په دې خبرې ټينګار سره چې د امریکا اقتصادي حالت د نورو هیوادونو د شتمنیو او د طبیعي سرچینو په غلا کولو او چورتالان کولو ولاړ دی وویل صهیونیسټي شرکتونه د خلکو شتمنۍ غلا کوي او د ډالر مپراتورۍ د اعدام او پانسۍ د رسۍ په توګه د ملتونو په غاړه کښې اچوي او په دقیقې پلانونې سره د نړۍ په اقتصاد د ډالر واکمنۍ ورتپي او خپل ټول لګښتونه د مستضعفینو له جیبونو څخه پوره کوي .

 

ټیګونه