ظریف:
په آرامکو باندې د حملې په هکله ادعاوې بې بنیاده دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په آرامکو باندې په حمله کښې د استعمال شویو توغندیو د ایرانيوالي په هکله ادعاوې بې اساسه وبللې او ویې ویل: په خواشینۍ سره د ملګرو ملتو دارلانشاء وښودله چې د امریکې له ګواښونو اغیزمنیږي.
د عربستان په ختیځ کښې د دغه هیواد په آرامکو تیلي تاسیساتو باندې د یمن د مقاومت له ډرون او میزایل حملو وروسته ریاض او واشنګټڼ په یو غږمله خوځښت کښې ادعا وکړه چې په دغو عملیاتو او هم د یمنیانو په څو تیرو حملو کښې کارول شوې وسلې د ایران جوړې وې او تهران د یمن مقاومت ته ورکړې دي. ملګرو ملتو هم له هم هغه وخته د دې مسئلې څیړنه په خپله ایجنډا کښې راوستې ده.
اوس د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یو رپورټ کښې مدعي شوی چې هغه کروز توغندي او بې پایلټه الوتکې چې په ۲۰۱۹ کال کښې د عربستان د آرامکو په تیلي تاسیساتو او د ابها په نړیوال ډګر باندې حمله کښې او له دې مخکښې لږترلږه په دوو حملو کښې کارول شوي، ایراني سرچینه یې لرلې ده.
محمد جواد ظریف پرون مازیګر په انسټاګرام کښې په لائیو خبرو کښې د دغې ادعا په هکله وویل: دا خبرې بې بنیاده او بې اساسه دي او په خواشینۍ سره د ملګرو ملتو دبیرخانې هم وښودله چې د امریکې له ګواښونو اغیزمنه ده.
ظریف دې ټکي ته په پام سره چې سیمه ځانګړې او خراب حالات لري، وویل: د سیمې هیوادونه پر ځاې د دې چې د تیر وخت بندیوان وي، د راتلونکي په هکله دې له یوبل سره خبرې اترې وکړي.