له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا غواړو
Jul 21, 2020 03:18 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر له ګاونډي هیوادونو سره د سرحدي اړیکو او مبادلاتو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
ولسمشر حسن روحاني له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو او سرحدي مبادلاتو په پیاوړتیا او پراختیا باندې په ټینګار سره، د غیرتیلي محصولاتو په صادراتو کښې ډول والې د هیواد د اقتصادي زیان مننې د کمیدو لامل وباله.
د اسلامي ایران ولسمشر پرون د صادراتو د اسانولو او د خنډونو د ختمولو په غونډه کښې ګاونډي او هدف هیوادونو ته د ایراني شیانو د صادراتو د زیاتوالي د زمینه برابرونې غوښتنه وکړه.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې ګاونډي هیوادونه د ایران د اقتصادي اړیکو په وړومبیتوب کښې دي، څرګنده کړه: د ایران د حکومت سیاست د اړیکو په تیره بیا له ګاونډیانو سره د اقتصادي او تجاري راکړو ورکړو لهمخکښې نه زیاته پراختیا ده.
ټیګونه