آژانس دې د عربستان د پټ ایټمي پروګرام په هکله سپیناوې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92118-آژانس_دې_د_عربستان_د_پټ_ایټمي_پروګرام_په_هکله_سپیناوې_وکړي
عربستان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د څو کلنو او بیابیا غوښتنو سره سره هم خپلې ژمنې داسې نه دي اصلاح کړې چې آژانس ته د تالاشي اجازه ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • آژانس دې د عربستان د پټ ایټمي پروګرام په هکله سپیناوې وکړي

عربستان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د څو کلنو او بیابیا غوښتنو سره سره هم خپلې ژمنې داسې نه دي اصلاح کړې چې آژانس ته د تالاشي اجازه ورکړي.

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانسه وغوښتل چې د سعودي عربستان د پټ ایټمي پروګرام په هکله شفاف سازي وکړي او په دې هکله دې د آژانس غړو ته رپورټ ورکړي.

کاظم غریب آبادي دې ټکي ته په اشارې سره چې سعودي عربستان د یو ډیر غیرشفاف ایټمي پروګرام په پراختیا او اجرا لګیا دی، زیاته کړه: سره له دې چې عربستان د ایټمي وسلو د پراختیا د منعې د تړون (این، پي، ټي) غړی دی او د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د څارنې جامع موافقه لري، خو تراوسه د آژانس د څارونکو تالاشیو د منلو د ژمنې خلاف ورزي کوي.

هغه څرګنده کړه: عربستان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د څو کلنو او بیابیا غوښتنو سره سره هم خپلې ژمنې داسې نه دي اصلاح کړې چې آژانس ته د تالاشي اجازه ورکړي.

غریب آبادي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې حکومتونه او د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس به په یو صلحه ایز ایټمي پروګرام کښې له هرډول کږلاریتوب سره مقابله وکړي، زیاته کړه: که سعودي عربستان له ایټمي انرجۍ د صلحه ایزې استفادې په تکل کښې وي نو باید د آژانس اړوندې ژمنې ومني او بیخي شفاف او روڼ عمل وکړي.