د حضرت امام موسی کاظم ع زوکړه دې مبارک وي
نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست د میاشتې لسمه(۱۰) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې شلمه (۲۰) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم (۷) امام حضرت موسی کاظم علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د یوسل اتویشتم (۱۲۸) هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه د مکې او د مدینې ترمینځ په «ابوا» نومې کلي کښې وزیږیده .
هغه حضرت د خپل ګران پلار او د شیعه دمسلمانانو د شپږم (۶)امام حضرت جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو د مشرۍ ذمه واري پرغاړه واخیستله .
امام موسی کاظم علیه السلام په علم، خاکسارۍ ، د صدقو په ورکولو ، سخاوت او بښنې کښې زیات شهرت درلود او اوم (۷) امام د زیات صبر او د هغو کسانو په وړاندې چې له هغه سره یې بد کړي و د مهربانۍ کولو او بښلو په دلیل په کاظم مشهور شو .
د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صداسیما په تیره بیا د تهران راډیو د پښتوخپرونې ټول کارکونکي د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي .