د ایران د درستو قواؤ په ملګرتیا سره د دښمنانو دسیسې شنډیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92169-د_ایران_د_درستو_قواؤ_په_ملګرتیا_سره_د_دښمنانو_دسیسې_شنډیږي
د تیرو کلونو په تیره بیا د وروستیو دوو کلونو په تجروبې سره په هیواد کې په موجوده توانمنیو او ظرفیّتونو په تکیې ا و د وحدت اوانسجام په ساتلو سره به ، اسلامی ایران له درستو مشکلاتو په سرلوړۍ سره تیر شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2020 01:07 Asia/Kabul
  • د ایران د درستو قواؤ په ملګرتیا سره د دښمنانو دسیسې شنډیږي

د تیرو کلونو په تیره بیا د وروستیو دوو کلونو په تجروبې سره په هیواد کې په موجوده توانمنیو او ظرفیّتونو په تکیې ا و د وحدت اوانسجام په ساتلو سره به ، اسلامی ایران له درستو مشکلاتو په سرلوړۍ سره تیر شي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر د  ایران د درو واړو قواؤ د مشرانو په شتون سره د اقتصادي  چارو د غږملونکي لوړې شورا په غونډې کې د دښمنانو  له دسیسې او بندیزونو سره دمقابلې او  د ولس   دمعیشت او اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره د درو واړو قواؤ  پیوستون  او انسجام دساتلو  ضرورت ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،  حکومت د نورو قواؤ په ملګرتیا سره د خلکو په اقتصاد کې  د نوو  لارو چارو په پرانیستو پسې دی .

 ډاکټر روحاني  ددې خبرې په کولو سره چې  نن سبا  دښمن  پر بندیز او دزیاتره دباؤپر اعمالولو سربیره ، په خلکو کې دنهیلیتوب  او ناامیدۍ په خورولو او تورتم بریښولو پسې  دی ،زیاته کړې ، د تیرو کلونو په تیره بیا د وروستیو دوو کلونو په تجروبې  سره  په هیواد کې په موجوده  توانمنیو او ظرفیّتونو په تکیې ا و د  وحدت اوانسجام په ساتلو سره به ، اسلامی ایران  له درستو مشکلاتو په سرلوړۍ سره تیر شي .