د ایران د درستو قواؤ په ملګرتیا سره د دښمنانو دسیسې شنډیږي
د تیرو کلونو په تیره بیا د وروستیو دوو کلونو په تجروبې سره په هیواد کې په موجوده توانمنیو او ظرفیّتونو په تکیې ا و د وحدت اوانسجام په ساتلو سره به ، اسلامی ایران له درستو مشکلاتو په سرلوړۍ سره تیر شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر د ایران د درو واړو قواؤ د مشرانو په شتون سره د اقتصادي چارو د غږملونکي لوړې شورا په غونډې کې د دښمنانو له دسیسې او بندیزونو سره دمقابلې او د ولس دمعیشت او اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره د درو واړو قواؤ پیوستون او انسجام دساتلو ضرورت ته په اشارې سره ټينګار کړی ، حکومت د نورو قواؤ په ملګرتیا سره د خلکو په اقتصاد کې د نوو لارو چارو په پرانیستو پسې دی .
ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا دښمن پر بندیز او دزیاتره دباؤپر اعمالولو سربیره ، په خلکو کې دنهیلیتوب او ناامیدۍ په خورولو او تورتم بریښولو پسې دی ،زیاته کړې ، د تیرو کلونو په تیره بیا د وروستیو دوو کلونو په تجروبې سره په هیواد کې په موجوده توانمنیو او ظرفیّتونو په تکیې ا و د وحدت اوانسجام په ساتلو سره به ، اسلامی ایران له درستو مشکلاتو په سرلوړۍ سره تیر شي .