جنرل محمد باقري:
امارات دې له صهيونېسټ رژيم سره په خپلو تعلقاتو کښې بيا کتنه وکړي
د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز وويل: امارات دې له صهيونېسټ رژيم سره په خپلو تعلقاتو کښې بيا نظر کتنه وکړي او داسې لارې ته دې دوام ورنکړي چې د سيمې په ضرر وي.
جنرل محمد باقري نن په تهران کښې د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو او د ملي رسنې د مديرانو د همفکرۍ او غږملتيا په غونډه کښې د سيمې وروستيو بدلونونو او د تعلقاتو د بحالولو لپاره د ابوظبۍ او تل ابيب موافقې ته په اشارې سره وويل: نن په داسې حالاتو کښې چې د نړۍ پتيالان او ننګيالان له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو او دوستۍ له رامنځته کولو څخه لرې کيږي او کرکه ترې کوي د ايران د اسلامي جمهوريت يو ګاونډي په ډېر سپين سترګي توب له ماشومان وژونکي رژيم سره د تعلقاتو د ټينګولو اعلان کوي چې د افسوس خبره ده.
جنرل باقري د دې په بيانولو سره چې صهيونېسټ رژيم د يهود دين اصولو ته بې له پامه په اسلامي نړۍ کښې او حتی له خپلو خلقو سره له هيڅ ډول ظلم او ستمه ډډه نه کوي، زياته کړه، د يو عرب او مسلمان هېواد په توګه د اماراتو لپاره داسې يو تعلق په هيڅکله د منلو وړ نه دے چې د مسلمانانو په وړومبنۍ قبلې له تېري کونکي د فلسطينيانو له قتل عام او کډه په سر کونکي رژيم سره سياسي او اقتصادي تعلقات جوړوي او په ډاګه يې اعلانوي.
د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز په دې باندې په تاکيد سره چې په قطعي توګه به د اماراتو په اړه داسلامي جمهوريت پاليسي بدله شي زياته کړه، که د فارس خليج په سيمه کښې څه پېښه رامنځته شي او د اسلامي جمهوريت ملي امنيت له زيان سره مخ شي که څه هم ډېر لږ وي د ايران وسله وال ځواکونه به يې د اماراتو لخوا بولي او وبه يې نه زغمي.