ايران او عراق د ثقافتي تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
په بغداد کښې د ايران سفير او د عراق د ثقافت، سياحت او لرغونو آثارو وزير د دواړو هېوادونو د ثقافتي تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
په بغداد کښې د ايران سفير ايرج مسجدي پرون د عراق د ثقافت، سياحت او لرغونو آثارو له وزير حسن ناظم عبد حمادي سره په کتنه کښې وويل، د ايران د سياحت د ظرفيتونو لويه برخه د هغو عراقي ښاريزو له قبلولو سره تعلق لري چې د زيارتونو، سېل، علاج معالجې او تعليم لپاره ايران ته سفر کوي او د ولسي تګ راتګ زياتوالے د دواړو ګاونډي هېوادونو د خلقو د ښو تعلقاتو ښودنه کوي.
مسجدي د ثفافتي چارو په برخه کښې د دواړو هېوادونو د نوي تفاهم ليک د لاسليکولو لپاره چمتووالي ته په اشارې سره څرګنده کړه، ايران په عراق کښې د تاريخي او لرغونو آثارو د مرمت او بيارغونې ، د ثقافتي او لاسي صنائعو د نندارتونونو د جوړولو او د ګډو سينمائي فېلمونو او سېريلونو د جوړولو په برخه کښې ملګرتيا ته آماده دے.
د عراق د ثقافت او سياحت وزير هم د دواړو هېوادونو د ثقافتي ملګرتياو او مبادلاتو په موجوده بهير د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، بغداد له تهران سره د ثقافتي ملګرتياو لا زياتولو ته چمتو دے.