د ایران او روسیې ملګرتیا دسیمې اونړۍد امنیت اوسولې لپاره دي
د ایران دفاع وزیر همداراز له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې د متحده عربي اماراتو د چارواکو سټراژيکې تیروتنې ته هم اشاره کړې او ټينګار ئې کړی د اماراتو واکوالان له تیرواتنو او لړزانتیا سره مخ شوي دي چې تر ټولو وروستۍ مورد ئې هم دفارس خلیج حساسې سیمې ته د صهیونیسټي رژيم د پښو دپل کاږل دي.
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي پرون ناوخته په ماسکو کې د روسیې د پوځي تجهیزاتو د شپږم نړیوال نندارتون دلیدو په وخت له خبریالانو سره په خبرو کې په دې په ټينګار سره چې د پوځي او دفاعي حوزې پشمول په بیلابیلو برخو کې دایران او روسیې ملګرتیاوې ، د نړیوالو اوسیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره ډیره ښه بیلګه ده ،روښانه کړې ده ؛ ددغو ملګتیاؤ آثار ، دسیمې او نړۍ پر سولې اوامنیت ډيرې مثبتې اغیزې شیندي .
سردار حاتمي همداراز د دواړو هیوادونو د پوځي او تخینکي ملګرتیاؤ موافقې ته په اشارې سره وئیلي دي ، دغه موافقې ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ لپاره ډير ظرفیّتونه رامینځةکړي دی چې په هغو کې یو د تجهیزاتو پيرپلور دی .