د ایران او روسیې ملګرتیا دسیمې اونړۍد امنیت اوسولې لپاره دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92442-د_ایران_او_روسیې_ملګرتیا_دسیمې_اونړۍد_امنیت_اوسولې_لپاره_دي
د ایران دفاع وزیر همداراز له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې د متحده عربي اماراتو د چارواکو سټراژيکې تیروتنې ته هم اشاره کړې او ټينګار ئې کړی د اماراتو واکوالان له تیرواتنو او لړزانتیا سره مخ شوي دي چې تر ټولو وروستۍ مورد ئې هم دفارس خلیج حساسې سیمې ته د صهیونیسټي رژيم د پښو دپل کاږل دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 24, 2020 01:05 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ملګرتیا دسیمې اونړۍد امنیت اوسولې لپاره دي

د ایران دفاع وزیر همداراز له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې د متحده عربي اماراتو د چارواکو سټراژيکې تیروتنې ته هم اشاره کړې او ټينګار ئې کړی د اماراتو واکوالان له تیرواتنو او لړزانتیا سره مخ شوي دي چې تر ټولو وروستۍ مورد ئې هم دفارس خلیج حساسې سیمې ته د صهیونیسټي رژيم د پښو دپل کاږل دي.

زمونږخبریال  راپور راکړ  د اسلامی ایران  دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  پرون ناوخته  په ماسکو کې د روسیې د پوځي  تجهیزاتو د شپږم نړیوال نندارتون دلیدو په وخت  له خبریالانو سره په خبرو کې   په دې په ټينګار  سره چې د پوځي  او دفاعي حوزې پشمول  په بیلابیلو برخو کې  دایران او روسیې  ملګرتیاوې ، د نړیوالو اوسیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره  ډیره ښه بیلګه ده ،روښانه کړې ده ؛ ددغو ملګتیاؤ  آثار ، دسیمې  او نړۍ پر سولې اوامنیت  ډيرې مثبتې اغیزې شیندي .

 سردار حاتمي  همداراز  د دواړو هیوادونو د پوځي او تخینکي ملګرتیاؤ موافقې ته په اشارې سره  وئیلي دي ،  دغه موافقې  ددوو اړخیزو  ملګرتیاؤ  لپاره ډير ظرفیّتونه رامینځةکړي دی  چې  په  هغو کې یو د تجهیزاتو  پيرپلور دی .