خطيب زاده:
د اماراتو او صهيونېسټ رژيم موافقې اسلامي نړۍ زخمي کړې ده
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د اماراتواو صهيونېسټ رژيم موافقې اسلامي نړۍ زخمي کړې ده او د دنيا مسلمانان به هيڅکله له قدس شريف سره خيانت هېر نه کړي.
سعيد خطيب زاده، نن په دې پوسټ باندې له ګمارل کېدو نه پس په خپله وړومبنۍ خبري ناسته کښې د ابوظبۍ او تل ابيب د تعلقاتو بحالولو ته په اشارې سره وويل: که د قدس شريف د نيواکګر رژيم لخوا د اېشيا لويديځ له څه ګواښ سره مخامخ شي نو ذمه واري به يې د اماراتو په غاړه وي.
خطيب زاده زياته کړه، د ايران په دفاعي او امنيتي پاليسۍ کښې فارس خليج هغه سيمه ده چې اسرائيل يې نه شي ګواښلې بله ده چې د صهيونېسټ غاصب رژيم له دې ډېر وړوکے دے چې د ايران لپاره څه ګواښ وګڼل شي.
هغه له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو عربو واکدارانو د تعلقاتو له بحالولو وروسته له عربو او اسلامي هېوادونو سره د ايران د تعلقاتو په باره کښې زياته کړه، اسرائيلو ښودلې ده چې خپل امنيت وساتي او هيڅ يو داسې ژمنه نشته چې يې نه وي ماته کړې او هيڅ داسې وژله او ټرور نشته چې يې نه وي ترسره کړے، دا نړيوال حقائق دي او دا حقائق نه شي بدلېدې.
خطيب زاده تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د عمومي مدير رافائل ګروسي ننني سفر په اړه وويل: د ايران او آژانس تعلقات تل زيات اهميت لرلے دے همدارنګ يې په تېرو کلونو کښې يو لړ لوړې ژورې لرلې دي.
د ايران د خارجه وزارت وياند واضحه کړه، د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس په اعتراف د دغې نړيوالې ادارې په ټول تاريخ کښې ترټولو زياتې ليدنې کتنې او لاسرسائۍ په ايران کښې شوې دي او تر هغه چې آژانس بې طرفه او خپلواکه توګه د سياسي او دريمو لوري لخوا له دباونو نه په ازادۍ سره عمل وکړي نو د ايران او آژانس ترمېنځ به په فني چوکاټ کښې هيڅ مشکل رامنځته نه شي.