په حسیني عزادارانو حمله د عقیدې د آزادۍ خلاف ده
(last modified Tue, 01 Sep 2020 03:18:19 GMT )
Sep 01, 2020 07:48 Asia/Kabul
  • په حسیني عزادارانو حمله د عقیدې د آزادۍ خلاف ده

د ایران د قضائیه قوې مشر په نایجیریا کښې پر حسیني عزادارانو باندې د حملې په غندلو سره دغه کار د (عقیدې د آزادۍ) خلاف وباله.

د ایران د قضائیه قوې مشر په نایجیریا کښې پر حسیني عزادارانو باندې د حملې په غندلو سره دغه کار د (عقیدې د آزادۍ) خلاف وباله.

یاده دې وي چې د نایجیریا پوځیانو په دې وروستیو کښې پر حسیني ماتمیانو باندې په حملې سره درې کسان شهیدان کړل او لسګونه نور زخمي کړل.

سید ابراهیم رئیسي پرون د دغه جنایت په وړاندې د بشري حقوقو د مدعي ټولنو په چپتیا باندې په نیوکې سره وویل: هر څومره چې پر حسیني عاشقانو زیات ظلم وشي،  عاشورا هومره رنګینیږي.

هغه زیاته کړه: دا چې یوشمیر کسان یوازې له امام حسین علیه السلام سره د مینې او احترام په خاطر او د هغه د نوم د اخیستو او د دین د شعائرو د تعظیم او احترام په وجه وځورول شيؤ پوښتنه راپورته کوي.