اسلامي ملتونه فلسطین لومړیتوب ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92713-اسلامي_ملتونه_فلسطین_لومړیتوب_ګڼي
ایرنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د سیمې ملتونه د خپلو ځینو واکمنانانو په اپوټه فلسطین د اسلامي نړۍ لومړیتوب ګڼي وویل د سیمې ملتونه به د قدس د ازادیدا لپاره مبارزه او سرشیندنه وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 09:13 Asia/Kabul
  • اسلامي ملتونه فلسطین لومړیتوب ګڼي

ایرنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د سیمې ملتونه د خپلو ځینو واکمنانانو په اپوټه فلسطین د اسلامي نړۍ لومړیتوب ګڼي وویل د سیمې ملتونه به د قدس د ازادیدا لپاره مبارزه او سرشیندنه وکړي .

هغه  په بیروت کې د فلسطین د مقاومت د مشرانو وروستۍ غونډه دترهګرو ، توکمپالو او جنایتکارو صهیونیسټانو له سلطې څخه د فلسطین د نیواکي ټاټوبي د ازادیدا او د فلسطین د راتلونکي لپاره مبارک او برخلیک ټاکونکی ګام وباله .

د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د فلسطین د ملت ویښتیا او د مقاومت خوځندوالی د پیړۍ د معاملې د ماتي او له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو واکمنانانو د اړیکو د عادي کولو د دسیسې د ماتي اصلي عامل دی هیله وکړه د فلسطیني ډلو په متحد کیدا او د مقاومت په بهیر تمرکز سره د سازباز د موافقو  لغو کیدل او د صهیونیسټانو پرضد د  نوي ولسي انتفاضې پیلیدل لیدل کیږي .

هغه ټینګار وکړ نن سبا د فلسطین ټولو خلکو ته ثابته شوي ده چې مقاومت او قدرت یوازنۍ چاره ده چې د قدس صهیونیسټ نیواکګر یې په ښه ډول پیژندي .

د  ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان دغه راز د سیمې په ناامنه کولو کښې د صهیونیسټانو په رول ټينګار سره د فلسطین د ملت له مبارزو او مقاومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت څلویښت(۴۰) کلن ملاتړ د صهیونیسټانو او د امریکا له جنایتونو سره د مقابلې لپاره یوه(۱) اسلامي دنده وبلله .