له ګاوڼديانو سره فعاله تعلقات د ايران اصلي ترجيح ده
(last modified Tue, 08 Sep 2020 23:53:54 GMT )
Sep 09, 2020 04:23 Asia/Kabul
  •  له ګاوڼديانو سره فعاله تعلقات د ايران اصلي ترجيح ده

د ايران خارجه وزير په تهران کښې د هند د خارجه وزير له کورباتوب څخه د خوښۍ په څرګندولو سره له ګاونډيانو سره د فعاله تعلقات د ايران د اسلامي جمهوريت اصلي ترجيح وبلله.

محمد جواد ظريف پرون په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د هند له خارجه وزير سبرانيام جېشنکر سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو، تجارتي ملګرتياو او مهمو سيمه ايزو مسائلو په اړه صلاح مشورې او د نظر تبادله اوشوه.

ظريف تاکيد وکړ، له ګاونډيانو سره فعاله تعلقات د ايران د اسلامي جمهوريت اصلي ترجيح ده.

د هند خارجه وزير سبرامانيام جېشنکر روسيې ته له سفر نه مخکښې او د ايران له خارجه وزير سره د کتنې او خبرو اترو لپاره پرون تهران ته راغے.

ايران تهد هند د خارجه وزير سفر تهران ته د هند د دفاع د وزير راج  نات سېنګ د تېرې ورځې له سفر او د ايران د دفاع له وزير جنرل امير حاتمي سره له کتنې وروسته ترسره شوے دے.

 

ټیګونه