ایران د بحرین او د اسرائیلو اړیکې وغندلې
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزارت د بحرین او د اسرائیلو ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو د اعلان په غندلو سره هغه د منامې د حکومت لخوا شرمونکی اقدام وباله .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د بحرین حکومت په یوې (۱) بنیادي غلطۍ کښې له خپلو خلکو د روا والي د ترلاسه کولو پرځاې له بده مرغه خپل ولس ته په شا کولو او په یوه(۱) شرمونکي اقدام سره د قدس د نیواک رژیم غیږې ته پناه وړي ده او د فلسطین شریف ایډیل یې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو قرباني کړی دی .
د ایران د باندنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي د بحرین واکمنان به له دې وروسته په فلسطین او سیمه کښې د وینې د تویدا ، ټرور ، جنګ ، وژلې او د تاوتریخوالو د لسګونو جرړو او په اسلامي دنیا او سیمه کښې د امنیت د دائمي ګواښ د سرچینې په توګه د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې شریک وي .
د ایران خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې زیاته کړي ده بې شکه د فلسطین حق غواړي او مظلوم خلک او د نړۍ پتیالي مسلمانان به هیڅکله د اسرائیلو له یاغي او غاصب رژیم سره د اړیکو عادي کیدل ونه مني او دغه شرمونکی اقدام به د نړۍ د پتیالیو ملتونو او د فلسطین د کړیدلي او د مظلوم ملت په تاریخي حافظې کښې تر قیامته پاتې شي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په فارس خلیج سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د هرډول ناامنۍ د رامینځته کولو په هکله خبرداري سره ټینګار وکړ په دې هکله د هرډول اقداتو د ټولو پایلو مسولیت به د بحرین د حکومت او د سیمې د نورو عربو حکومتونو پرغاړه وي .
په داسې حال کښې چې د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژیم د اړیکو د عادي کیدا د تړون یوه(۱) میاشت نه ده تیره شوي د امریکا ولسمشر پرون د اسرائیلو او د بحرین د اړیکو د عادي کیدا خبر ورکړ او ویې ویل تل اوویو او منامه د اړیکو په کامل ډول د عادي کیدا په هکله موافقې ته رسیدلي دي .