له اسرائیلو سره د بحرین اړیکې جنایت دی
Sep 12, 2020 10:44 Asia/Kabul
العالم ټیلي ویژن چینل راپور ورکړ د بحرین جمعیت عمل اسلامي ( امل ) ګوند له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ال خلیفه رژیم اقدام د سیمې د امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ او جنایت وباله .
د بحرین جمعیت عمل اسلامي ګوند نن د منامې او د تل اویو د اړیکو عادي کیدا ته په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم او ال خلیفه رژیم د خلکو په ځپلو او تباه کولو ، د تاریخ په جعلي کولو او د ترهګرۍ په کارولو کښې یوبل ته ورته والی لري .
د بحرین د جمعیت عمل غورځنګ په اسلامي او عربي ملتونو او د نړۍ په ټولو پتیالیو غږ وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره له قانوني او ډيپلوماټیکو لارو دباو راوړلي .
ټیګونه