د ایران اسلامي انقلاب امریکا ته ستر ګوزار ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93137-د_ایران_اسلامي_انقلاب_امریکا_ته_ستر_ګوزار_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د وسله والو ځواکونو او د دفاعي صنایعو په برخه کښې د ټولو قواو د مشر سلاکار برید جنرال حسین دهقان نن په همدان ولایت کښې وویل د اسلامي انقلاب بریالیتوب امریکا ته ترټولو ستر تاریخي ګوزار ورکړ او ایران یې د لویدیځ داستعمار له منګولو خلاص کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 10:47 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب امریکا ته ستر ګوزار ورکړی

زمونږ خبریال وايي د ایران د وسله والو ځواکونو او د دفاعي صنایعو په برخه کښې د ټولو قواو د مشر سلاکار برید جنرال حسین دهقان نن په همدان ولایت کښې وویل د اسلامي انقلاب بریالیتوب امریکا ته ترټولو ستر تاریخي ګوزار ورکړ او ایران یې د لویدیځ داستعمار له منګولو خلاص کړ .

هغه وویل د ایران ملت د کفر په جبهې باندې  له بریالیتوب وروسته په سیمه کښې د امریکا شتون غیر روا وباله او د اسرائیلو دفاع کول یې یو(۱) ناروا او ناخوښ کار وباله .

حسین دهقان وویل امریکا باوري وه چې د زیات دباو په څنګ کښې له اټومي موافقې وتلو سره په دریو (۳) میاشتو کښې د ایران اقتصادي نظام دړې وړې کیږي او ورپسې د بلوا او ناارامۍ په رامینځته کیدا سره د ایران حکومت نسکوریږي .

هغه ټینګار وکړ امریکا له خپلو کارونو ستر درسونه ترلاسه کړي دي خو له دې سره  سره داسې احتمال شته د غلطو تصورونو او معادلې پراساس د ایران ضد د یوې (۱) جبهې د جوړولو اقدام وکړي چې دغه اقدام به هم له پښیمانه کونکي ځواب سره یوځای وي .

د ایران دوسله والو ځواکونو او د دفاعي صنایعو په حوزه کښې د ټولو قواو د مشر قومندان برید جنرال حسین دهقان دې ته په اشارې سره چې د امریکا ولسمشر ټرمپ لویدیځې نړۍ د هویت له کړکیچ سره مخ کړي ده وویل ټرمپ په ملګروملتونو کښې چې باید د نړیوال امنیت او د سولې مرکز او بیلګه ووسي د شهید سردار سلیماني د شهیدولو د حکم په ورکولو فخر کوي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا د نړۍ د مشر ، د بشري حقوقو او د تمدن د جوړولو ادعا کوي .