سردار سلامي:
د انقلاب د معظم رهبر تابیاؤ د دښمن ارمانونه خاورې کړل
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د دښمن ګواښونه په لاخطرناکو او لاپيچلو ډولونو دوام لري خو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود تدابیرو د دښمن ارمانونه ګډوډ کړي دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د دښمن ګواښونه په لاخطرناکو او لاپيچلو ډولونو دوام لري خو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود تدابیرو د دښمن ارمانونه ګډوډ کړي دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قومندان سردار حسین سلامي پرون هم داشان زیاته کړه: په جنګ کښې څوک چې غلبه کوي هغه پیاوړې وي خو د مقدسې دفاع ځانګړې حیرانتیا په دې کښې پټه ده چې د نړۍ په پراختیا سره یو جنګ کښې هغه ولس بریالی شو چې له سره چمتو نه و.
هغه هم داشان له دښمنه د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پیژندګلۍ ته په اشارې سره ټنیګار وکړ چې دوي له اقتصادي فتنې د ګټه پورته کونې لپاره د دښمن پلان شنډ کړ او نن سبا د نړۍ هیوادونه د ایران رهبر په حریت، عزت او سخاوت پیژني چې او پوهیږي چې دا ولس صلحه، په اقتدار او عزت سره غواړي.