ایران د پاکستان ګڼ شمیر غیرقانوني کډوال وسپارل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93292-ایران_د_پاکستان_ګڼ_شمیر_غیرقانوني_کډوال_وسپارل
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو د پاکستان درې سوه شل (۳۲۰) کډوال چې د ایران خاورې ته په غیر قانوني ډول د ورننوتلو په خاطر نیول شوي وو پاکستان ته بیرته ورستانه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 10:34 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان ګڼ شمیر غیرقانوني کډوال وسپارل

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو د پاکستان درې سوه شل (۳۲۰) کډوال چې د ایران خاورې ته په غیر قانوني ډول د ورننوتلو په خاطر نیول شوي وو پاکستان ته بیرته ورستانه کړل .

د پاکستان رسنیو نن وویل دغه درې سوه شل (۳۲۰) کډوال چې ایران ته د ورننوتلو لپاره یې ویزې نه لرلې نیول شوي وو او له تفتان سرحدي لارې چې د ایران له میرجاوه ښار سره په ګاونډ کښې ده د پاکستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول .

د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه د پاکستان ګڼ شمیر غیر قانوني کډوال د اسلام اباد سرحدي ځواکونو ته ورسپارلي دي .

هرکال د پاکستان ګڼ شمیر ښاریز چې هڅه کوي په غیرقانوني ډول ایران ته راشي د سرحدي ځواکونو لخوا نیول کیږي او بیا خپل هیواد ته ورسپارل کيږي .

په پاکستان کښې بیکارۍ او اقتصادي مشکلات د دغه هیواد د ښاریزو په غیر قانوني ډول د مهاجرت ترټولو مهم دلیل دی .

د پاکستان ګڼ شمیر غیر قانوني کډوال ایران ته له راتلو وروسته هڅه کوي له ترکیې او یونان څخه تیریدا وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي .