د قره باغ د مسئلې په سياسي هواري د لاوروف او ظريف يو ځل بيا تاکيد
(last modified Wed, 07 Oct 2020 00:23:27 GMT )
Oct 07, 2020 04:53 Asia/Kabul
  • د قره باغ د مسئلې په سياسي هواري د لاوروف او ظريف يو ځل بيا تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې خارجه وزيرانو محمد جواد ظريف او سرګئ لاوروف بېګا په دې وروستۍ يوه هفته کښې د دويم ځل لپاره په خپلو ټيلفوني خبرو کښې له سياسي لارو چارو څخه په استفادې سره د قره باغ د مسئلې په هواري تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د روسيې خارجه وزارت وويل، ظريف او لاوروف په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې د آذربائيجان  جمهوريت او آرمينيا ترمېنځ د تاوتريخوالي په بې مخينې توګه زياتېدو باندې د اندېښنې په څرندولو سره له سياسي لارو چارو څخه په استفادې سره د قره باغ مسئلې د هواري غوښتونکي شول.

هغوي همدارنګ په قره باغ سيمه کښې له لېبيا او سوريې هېوادونو څخه د وسله والو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ظريف او لاوروف د تېرې  جمعې په ورځ هم د قره باغ د وروستيو بدلونونو په باره کښې ټيلفوني صلاح مشورې کړې وې.

په قره باغ سيمه کښې د آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا ترمېنځ نښتې د تېرې هفتې د ايتوار له سحر څخه شروع شوې او تر اوسه د دواړو خواو د يو شمېر کسانو د وژلې سبب شوې دي.

د ايران خارجه وزير د هفتې د ايتوار په ورځ د آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا له خارجه وزيرانو سره په بيلا بيله توګه په ټيلفوني تماسونو کښې د ډزبندۍ ټينګولو، دخبرو اترو د شروع کولو او صلحې او آرامښت ته د دواړو خواو رابللو لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو څخه د استفادې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت چمتووالے اعلان کړ.

 

ټیګونه