ايران د باکو او ايروان د اختلافاتو د هواري لپاره چمتوالے لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93394
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د آرمينيا او آذربائيجان جمهوريت ترمېنځ د نښتو زرترزره ختمولو باندې په تاکيد سره وويل، ايران د نړيوالو قوانينو او حقوقو په بنياد د باکو او ايروان د اختلافاتو د هواري لپاره چمتووالے لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 07, 2020 07:16 Asia/Kabul
  • ايران د باکو او ايروان د اختلافاتو د هواري لپاره چمتوالے لري

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د آرمينيا او آذربائيجان جمهوريت ترمېنځ د نښتو زرترزره ختمولو باندې په تاکيد سره وويل، ايران د نړيوالو قوانينو او حقوقو په بنياد د باکو او ايروان د اختلافاتو د هواري لپاره چمتووالے لري.

ولسمشر حسن روحاني پرون د آذربائيجان ولسمشر الهام علي اف سره په ټيلفوني تماس کښې د قره باغ په لانجه کښېد نورو هېوادونو په  احتمالي مداخلت او په يو سيمه ايز جنګ باندې د دغو نښتو په بدلولوباندې د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه، د سيمې او په تېره بيا د ايران د شمالي پولو امنيت، قراري او ارامښت د تهران لپاره ډېره مهمه چاره ده او دا لانجه او د پولو د ناامنۍ دوام پکار نه ديد ځينو ترهه ګرو ډلو د نفوذ زمينه برابرونکے شي.

ډاکټر روحاني د پولو د امنيت او له آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا سره په پولو کښې د ايراني کليوالو اوسيدونکو د سر د حفاظت په خيال ساتنې باندې په تاکيد سره د ښارونو جنګ ته د دواړو هېوادونو د پوله ايزو نښتو د لمن په غزېدو باندې اندېښنه څرګنده کړه او وې ويل، دغه جنګ او نښتې پکار نه دي د ښارونو د جنګ سبب وګرځي چې په نتيجه کښې به يې د عامه خلقو وژله  او مهاجر کېدل رامنځته شي چې ډېره دردناکه چاره ده.

د آذربائيجان ولسمشر هم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په خبرو د خوښۍ په څرګندولو سره د تهران د رغانده دريځونواو د قره باغ د لانجې په حل او د زمکنۍ بشپړتيا په ساتنه د ايران د تاکيد قدرونه وکړه.

الهام علي اف د پولو د امنيت  او د ترهه ګرو ډلو د نفوذ د احتمال په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت د اندېښنې د درک وړ ګڼلو سره وويل، آذربائيجان جمهوريت به اجازه ورنکړي چې دا لانجه په ګاونډي هېوادونو کښې د ناامنۍ سبب شي.

هغه په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه د تهران – باکو د ملګرتياو له زمينو څخه وبلله او زياته يې کړه، په سيمه کښې د صلحې او ثبات ساتنه ضروري ده او ټول پکار دے د دې کار لپاره هلې ځلې وکړي.