د حسیني اربعین ع په هکله تسلیت درته وایو
زمونږ خبریال وايي نن پنجشنبه د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې ۸ او د ۱۴۴۲هجري قمري کال د صفرې د میاشتې ۲۰ نیټه ده چې د عراق په کربلا دښتې کښې د شیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت اربعین یعني څلویښتې(۴۰) ده .
په تیرو کلونو کښې په میلیونونو مسلمانانو او د نورو مذهبونو پیروانو د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت اربعین ته په پاتې څو ورځو کښې د عراق له نجف او نورو ښارونو څخه په پلي ډول مزل کولو سره ځانونه په کربلای معلی کښې د هغه حضرت سپیڅلي حرم ته رسول .
د عراق د سرچینو د رسمي شمیرنو پراساس تیر کال څه دپاسه اتلس (۱۸) میلیونه زیارتوالو د حسیني اربعین په لاریون کښې چې په دنیا کښې ترټولو ستره کلنۍ غونډه ده ګډون کړی و.
د راپورونو پراساس د دنیا د څه دپاسه اتیا(۸۰) هیوادونو خلکو د حسیني اربعین په دغو عبادي مراسمو کښې ګډون کاوه او په دغو مراسمو کښې زیات ګډون کونکي هم د ایران ښاریز وو .
خو روان کال د حسیني اربعین د خارجي هیوادونو زیارتوالو د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف سره عراق ته سفر ونکړ او د اربعین حماسي لاریون یوازې د عراق د زیارتوالو په ګډون سره وشو .
د ایران خلک چې د حسیني اربعین په دستورو کښې له ګډون کولو څخه پاتې شول ټاکل شوي ده نن د ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفاداره ملګرو د شهادت له اربعین سره په یووخت په ټول هیواد کښې په خپلو کورونو کښې د اربعین د زیارت د لوستلو په ترڅ کښې په کربلا کښې د عراق له زیارتوالو سره غږمله ماتم وکړي .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حسیني اربعین په مناسبت ټولو مسلمانانو په تیره بیا د نړۍ ازادي غواړو ته تسلیت وايي .